د آسیاپسفیک ډله (د پیسو د وینځلو په اړه د آرام سمندر ډله)

د پیسو وینځلو په اړه د آسیاپسفیک ډله (APG) یو خپلواک او همکار نړیوال سازمان دی چې په ۱۹۹۷ کال کې د تایلنډ هېواد په بنکاک ښار کې تاسیس شو. دغه ډله له ۴۱ غړو او یو شمېر نړیوالو او سیمه ییزو څارونکو (ناظرینو) څخه جوړه ده. د آسیاپسفیک ډله په ۲۰۰۶ کال کې د مالي اقداماتو د کاري ډلې د وابسته (Associate) غړي په توګه وپېژندل شوه. د دې ډلې اصلي موخه، د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هغو منل شویو نړیوالو معیارونو د منلو، تطبیق او پلي کولو ډاډ ترلاسه کول دي چې د مالي اقداماتو کاري ډلې په سپارښتنو کې مشخص شوي دي.

په دغو هڅو کې د سیمې له هېوادونو او قلمروونو سره مرسته کول شامل دي، ترڅو له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو ته د رسیدګۍ، متقابلو حقوقي همکاریو، مصادرې، د اموالو د ضبط او د مجرمینو د استرداد په برخو کې قوانین وضع کړي. همدارنګه، دغه سازمان د شکمنو معاملو د راپور ورکولو او څېړنې د سیستمونو د رامنځته کولو لپاره د لارښودونو د وړاندې کولو او د مالي استخباراتو د واحدونو د تاسیس په برخه کې فعالیت کوي.

سربېره پر دې ، د آسیاپسفیک ډله داسې شرایط برابروي چې د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې د تدابیرو د تطبیق پر مهال، سیمه ییزې ځانګړتیاوې او عوامل هم په پام کې ونیول شي. افغانستان د ۲۰۰۶ کال په اپرېل میاشت کې د آسیاپسفیک ډلې غړیتوب ترلاسه کړ او ژمن شو چې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل پر وړاندې د مبارزې منل شوي نړیوال معیارونه، په ځانګړې توګه د مالي اقداماتو کاري ډلې څلوېښت ګونې سپارښتنې، په اغېزمنه توګه تطبیق او اجرا کړي.

د آسیاپسفیک ډله له افغانستان سره مرسته کوي ترڅو د ملي همغږۍ زمینه داسې برابره کړي چې د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې او د تروریزم د تمویل پر وړاندې د مبارزې د سیستم د پیاوړتیا لپاره له شته سرچینو څخه غوره ګټه واخیستل شي.


د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د آسیا-پسفیک ډلې ویبپاڼې www.apgml.org ته مراجعه وکړئ.