خپرې سوي قضیې

په ۲۰۲۴ کال کي د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز لخوا د ۱۱۰ تحلیل سویو قضیو څخه، ۵۳ قضیې چي د پیسو وینځلو او د نورو اصلي جرمونو د شک لپاره یې کافي دلیلونو شتون درلود، د موندنو له راپورونو، تحلیلي پایلو او حماییوي اسنادو سره یو ځای د قانون پلي کوونکو ادارو ته د مستندولو، څېړلو او د نورو قانوني اجراآتو په پار خپرې سوي دي .
لاندي جدول د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کي د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز لخوا د قانون پلي کونکو ادارو ته د خپرو سویو قضیو شمېر ښیي.

شمېره د قضییو شمېر قانون پلی کوونکي او نور اړوندي ادارې
1 1 د امنیتي چارو معینیت - د کورنیو چارو وزارت
2 6 د جرایمو پر وړاندي د مبارزي او کشف ریاست – د کورنیو چارو وزارت
3 1 د تحقیقاتو لوي مدیریت- د کورنیو چارو وزارت
4 1 د تښتوني پر وړاندي د مبارزي عمومي مدیریت – د کورنیو چارو وزارت
5 6 د جنایی جرایمو د تحقیقاتو عمومي ریاست – د کورنیو چارو وزارت
6 11 د اقتصادي جرمونو سره د مبارزي ریاست - د کورنیو چارو وزارت
7 6 د تخنیکي هدف ګرځوني (انتک) ریاست – د کورنیو چارو وزارت
8 2 د استخباراتو لوي ریاست (GDI)
9 1 د استخباراتو د لوی ریاست 091 اداره
10 16 د استخباراتو د لوی ریاست 02 اداره
11 1 د بانکي څارنې او مالی خدمتونو آمریت
12 1 د احصایې او معلوماتو ملي اداره
ټولټال خپرې سوي قضیې ۵۳ قضیې