تنفیذی اقدامات


د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز، د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د پیدا شویو عوایدو د مخنیوي قانون په څلرویشتمه ماده کې د درج شویو احکامو او د پلي کېدونکو مقررو پر بنسټ، د ذیصلاح مرجع په توګه، د تنفیذي اقداماتو د پلي کولو لپاره له لازم قانوني واک (صلاحیت) څخه برخمن دی. دغه اقدامات د اصلاحي او تأدیبي چلندونو یوه پراخه لړۍ؛ لکه د رسمي اخطاریو صادرول، د فعالیت د جوازونو ځنډول (تعلیق) یا لغوه کول او د سرغړونکو مالي نهادونو د مدیرانو یا لوړپوړو کارکوونکو ګوښه کول (عزل) شامل دي؛ نو له همدې امله د قانون د حاکمیت او مالي ثبات د ساتلو په لړ کې، لاندې تنفیذي اقدامات د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه پلي شوي دي.


د تنفیذی اقداماتو ډول ۲۰۲۱ ۲۰۲۲ ۲۰۲۳ ۲۰۲۴ ۲۰۲۵
بانکونو ته صادر شوې اخطارې، توصیې او مقرراتي لارښووني -   ۲ ۲۶ ۲۸
صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو ته صادر شوې اخطارې او توصیې - ۱۶ ۲ ۱ -
د برېښنایي پیسو مؤسسو ته صادر شوې اخطارې - - - - -
د وړو مالي تمویلونو مؤسسو ته صادر شوې اخطارې - - - - -
د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو د جوازونو تعلیق(Suspension Orders) ۴۳ ۱۹ ۳ ۳ ۱۰۴
د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو لغوه سوي جوازونه ۳۷ ۱۸ ۱ ۱ ۳۶
کنګل سوي حسابونه ۱۲۷ ۱۹ ۱۰ ۴۱ ۴۰
کنګل سوي وجوه ۳۴,۹۱۳,۱۹۷ افغانی
۱,۳۱۱,۳۸۱ امریکایی دالر
۳,۹۸۰,۶۷۵ افغانی
۵,۴۴۰ امریکایی دالر
۲۰,۲۲۳,۵۲۶ افغانی
۸۰۹ امریکایی دالر
۲,۵۵۲ یورو
۶۴,۵۵۵,۸۲۵ افغانی
۵۶,۴۳۸ امریکایی دالر
۱۱۹,۵۷۰,۹۵۳ افغانی
۲,۹۲۴,۸۴۸ امریکایی دالر
۱۲۷ یورو