د مالي اقداماتو کاري ډله (FATF)

د مالي اقداماتو کاري ډله یو بین الحکومتي سازمان دی، چي په ۱۹۸۹مېلادي کال کي د غړو هیوادونو د وزیرانو لخوا تاسیس سوه. د مالي اقداماتو کاري ډلي موخي د نړیوال مالي سیسټم سلامتیا او د پیسو وینځلو، نورو مالي جرمونو او اړونده خطراتو په وړاندي د مبارزې لپاره د معیاراتو ټاکل، عملیاتي تدابیر، قانون او مقرراتو مؤثره پلي کول دي. بناء د مالي اقداماتو کاري ډله هغه پالیسي جوړونکې اداره ده، ترڅو د هیوادونو په سطحه داسي سیاسي اراده رامنځته کړي، چي خپل ملي قوانین او مقررات د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو د مخنیوي په موخه اصلاح او تعدیل کړي.

د مالي اقداماتو کاري ډلي یوه لړۍ سپارښتني رامنځته کړي چي د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو د مخنیوي، او د درنو اسلحو د پراختیا په وړاندي د مبارزې لپاره د نړیوال معیار په توګه پېژندل سوي دي. د مالي اقداماتو کاري ډلي د مالي سیستم د سلامتیا لپاره دې ګواښونو ته د همغږۍ او ځواب ویلو په موخه یو بنسټ رامنځته کړی، تر څو ځان یقیني کړي چي نوموړي سپارښتني په ښه ډول پایلي ورکړي.
نوموړي سپارښتني د لومړی ځل لپاره په ۱۹۹۰ مېلادي کال کي نشر سوي، په ۱۹۹۶، ۲۰۰۱، ۲۰۰۳ او ۲۰۱۲ کلونو کي یې بیاکتنه سوې او تر ټولو وروستي بیا کتنه یا تعدیل یې د ۲۰۲۵ مېلادي کال فبروري میاشتي کي ترسره سوی دی، ترڅو دا یقیني کړي چي نوموړي سپارښتني تعدیل سوي او مرتبطي دي او په نړیواله کچه یې عملي کیدل ممکن وي.

لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ، د مالي اقداماتو کاري ډلي ویب سایټ ته مراجعه وکړئ : www.fatf-gafi.org

د مالي اقداماتو کاري ډلي سپارښتنو لپاره دا ځای کیکاږئ