د وړو مالي تمویلونو موسسې

د وړو مالي تمویلونو موسسې غیر بانکي مالي مؤسسې دي چي د سپارنو منلو واک نلري (د سپارنو اخیستونکي ندي). دغه مؤسسې په عمده توګه د دولتي او غیر دولتي سازمانونو، څو مليتي سازمانونو، او نورو قانوني ادارو لخوا تمویل کیږي. د یادو مؤسسو اصلي هدف د اسلامي مالي اصولو سره سم اشخاصو ته د کوچنيو پورونو چمتو کول دي، چي موخه یې د اقتصادي فرصتونو رامینځته کول یا لوړول، د کوچنیو سوداګرۍ ملاتړ کول، او د ټولنو د ژوند معیارونه لوړول دي. په هېواد کي د دا ډول مؤسسو تر پوښښ لاندي راوستلو موخه د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو پر وړاندي مبارزه ده، تر څو د یادو مؤسسو د ناوړه ګټي اخیستني مخه ونیول سي.

د لاندي جدول له مخي، د افغانستان بانک تر اوسه د نهو د وړو مالي تمویلونو مؤسسو ته د فعالیت جوازونه صادر کړي دي. د یادلو وړ دي چی، دغه موسسي د افغانستان بانک د اصولو او مقررو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

ویب سایت عنوان شمیره
www.arfc.com  (ARFC) د افغان د کلیو د وړو تمویلاتو مؤسسه 1
www.oxusaf.org (OXUS AFGHANISTAN) د آکسس افغانستان د وړو تمویلاتو مؤسسه 2
www.mutahid.org.af (MUTAHID) د متحد د وړو تمویلاتو مؤسسه 3
www.hhmfs.org.af (HAMI HAMWATAN) د حامی هموطن د وړو تمویلاتو مؤسسه   4
www.mominafghanmfi.org ( Momin Afghan) د مؤمن افغان د وړو تمویلاتو مؤسسه 5
www.adf-af.org  (Hassel) د حاصل د وړو تمویلاتو مؤسسه   6
www.skm.af  (Shahy Khazana ) شاهی خزانه د وړو تمویلاتو مؤسسه 7
www.lamen.af  ( Lamen )د لمن د وړو تمویلاتو مؤسسه 8
www.aurumaf.com  (Aurum Afghanistan)د آورم افغانستان د وړو تمویلاتو مؤسسه 9