د افغانستان د ارزونې لپاره د چمتو شوي پلان له تطبیق څخه د څار کمېټې لمړنۍ ناسته ترسره شوه

د افغانستان د ارزونې لپاره د چمتو شوي پلان او د مالي اقداماتو ادارې د سفارشونو له تطبیق څخه د څار کمیټې لمړنۍ ناسته د مالیې وزیر ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي تر ریاست لاندې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وری په پنځمه نیټه ترسره شوه. د جلسې په پېل کې چې د کووید ۱۹ وایروس د خپرېدو مخنیوي معیارونو ته په کتو په ژوندۍ بڼه (آنلاین) د کمېټې د غړو تر منځ د ماليې وزارت او افغانستان بانک په اډانه کې جوړه شوې وه، د مالیې وزیر ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي د کمېټې د رامنځته کېدو په لاملونو او اهمیت د خبرو ترڅنګ د مالي اقداماتو ادارې د سفارشونو تطبیق د ټولو ادارو ګډ مسؤلیت و باله او ټینګار یې وکړ چې پدې برخه کې باید اړوند ادارې مسؤلانه چلند ترسره او هیڅ ډول سستي ونښودل شي.

ورپسې د افغانستان بانک سرپرست رئیس او د یادې کمېټې معاون ښاغلي واحد الله نوشېر د مالي اقداماتو ادارې له لوري د افغانستان د ارزونې په اهمیت او د مثبتو او یا هم منفي پایلو په عواقبو خبرې وکړې او د پلان شوو او پلان لاندې مواردو د تطبق په موخه د اړوند وزارتونو او ادارو ترمنځ په همکاریو د ټینګار کولو ترڅنګ زیاته کړه چې ټولې ادارې باید پدې برخه کې ځانونه مسؤل وګڼي ځکه د افغانستان د ارزونې موضوع خورا مهمه او پایلې یې د افغانستان په حکومت او خلکو مستقیمې اغېزې لري.

وروسته د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عمومي آمر ښاغلي سلیم صلاح د دارالانشاء له ادرسه د افغانستان د ارزونې په موخه ددې مرکز له لوري د ترسره شوو اقداماتو په اړه مفصل رپوټ وړاندي کړ. همدارنګه په ملي کچه د ترهګرۍ د تمویل او پېسو وینځلو د سند او د یاد سند په عملي ډول پیل چې دواړه یې د یاد کمیسون د تائید وړ ګرځېدلي؛ په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړل. نوموړي د افغانستان د ارزونې د طرزالعمل په مسودې هم ړڼا واچوله او زیاته یې کړه چې د یادې مسودې لمړنۍ نسخه چمتو او د وروستۍ بیا کتنې وروسته به د افغانستان د ارزونې د چمتو شوي پلان له تطبیق څخه د څار کمېټې ته وړاندې شي. نوموړي یادې کمېټې ته ډاډ ورکړ چې د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل کاري پلان به په راتلونکې اونۍ کې اړوند ادارو سره شریک کړي ترڅو یادې ادارې د خپل مکلفیت سره سم په خپل وخت یو جلاء او ګټور کاري پلان چمتو کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ارزونې لپاره د چمتو شوي پلان له تطبیق څخه د څار کمیټه د مالي اقداماتو ادارې د سفارشونو او د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل سره د مبارزې د معیارونو د ښه تطبیق په موخه د جمهوري ریاست د ۱۲/۵/۱۳۹۸ نیټې د (۱۱۰) ګڼه فرمان له مخې د ماليې وزیر د ریاست او د افغانستان بانک ریاست تر معاونیت لاندې د مالیې وزارت د مالي پالیسۍ او لوی اقتصاد د عمومي رئیس، د ماليې وزارت د حقوقي بورډ رئیس، د مالي شخړو د حل کمیسون رئیس او د افغانستان بانک د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز د عمومي آمر په غړیتوب رامنځته شوې او د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز د یادې کمیټې د دارالانشاء ریاست په غاړه لري.








کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019