دری پښتو English
لټون


Annual Report 2016
FATF Reccomandations
FATF Reccomandations


د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د سیمه ییز نماینده ګانو غونډه

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د سیمه ییز نماینده ګانو لومړنۍ ناسته د 2016 کال د اکتوبر په 8 مه نیټه په مرکزي دفتر کابل کې ترسره شوه. د مرکز په شمول د افغانستان د شپږو زونونو نماینده ګانو پدې ناسته کې ګډون وکړ او په خپل وار سره یې د زونونو په کچه د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د ترسره شوو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل. د ناستې اصلي موخه د مرکزي دفتر او سیمه ییز نمایندګیو تر منځ د همغږۍ پیاوړي کول، د مرکزي دفتر د مختلفو شعباتو په کارونو پوهیدل، د تېرو شپږو میاشتو د فعالیتونو راپور وړاندې کول او زونونو په سطحه په دفتري چارو کې د شته ستونزو مطرح کول وو.

د غونډې په اوله ورځ سیمه ییز نماینده ګانو د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي او معاون ښاغلي خیبرالله منصف سره د سیمه ییز عملیاتي مدیر په شتون کې وکتل. د ناستې په ترڅ کې د سیمه ییز نماینده ګانو د ناستې په اهمیت، د دفتر په عمومي چارو او وروستیو ابتکاراتو خبرې وشوې. همدارنګه د زونونو په کچه د کارونو په ښه ډول ترسره کولو کې د محترم آمر صیب لخوا د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.

وروسته غونډه د سیمه ییز چارو عملیاتي مدیر له لوري په مخ یوړل شوه. د ناستې په اوله ورځ ټولو سیمه ییز نماینده ګانو په زونونو کې د تیرو شپږو میاشتو په فعالیتونو رڼا واچوله او د زونونو په سطحه ورپیښې ستونزې یې شریکې او یادو ستونزو ته د حل او د فعالیتونو په ښه ډول د سرته رسولو لپاره مختلف پشنهادونه وکړل.

د غونډې په دوهمه ورځ د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د مختلفو شعباتو مسؤلینو چې عبارت دي له؛ د قانون د تطبیق او پیروۍ مدیریت، د همغږۍ او همکارۍ مدیریت، د شننې څانګې او د معلوماتي ټکنالوژۍ د مدیریت له لوري سیمه ییز نماینده ګانو ته د یادو شعباتو د کاري پروسیجر په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.

په وروستۍ ورځ د سیمه ییزو چارو عملیاتي مدیر سره ناسته ترسره شوه چې پکې د ټولو سیمه ییز نماینده ګانو پشنهادونه او غوښتنې تر بحث لاندې ونیول شوې او د چارو د لا ښه والي په موخه پرکړۍ وشوې. د پورتنیو مواردو سربېره د راتلونکو شپږو میاشتو په کاري پلان نظر واچول شو، د مختلفو احصائیو فارمیټونه ترتیب شو او سیمه ییز نماینده ګانو ته ځینې کارونه وسپارل شو ترڅو په اړوند زونونو کې یې عملي کړي.

په اخر کې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز محترم امر نثار احمد یوسفزي غونډه پاې ته ورسوله او د ټولو سیمه ییز نماینده ګانو څخه یې د فعاله ونډې اخستلو له آمله مننه وکړه.



back to top