د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او صرافانو ته د لویو او شکمنو معاملو او بندېزونو لستونو د تطبیق روزنیز پروګرام په لاره واچول شو

د افغانستان د ارزونې لپاره د چمتو شوي پلان او د مالي اقداماتو ادارې ددد افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز له لوري د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د رپوټ ورکونې د څرنګوالي او پوهاوي کچې د لوړولو په موخه د ۱۳۹۸ لمریز کال د حوت په ۴مه نېټه د یاد مرکز په دفتر کې د شکمنو، لویو معاملو او بندېزونو د لستونو د تطبیق د څرنګوالي تر عنوان لاندې د کابل ښار یو شمېر صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شو.

یاد روزنیز پروګرام د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز معاون ښاغلي عبدالله قیومي په خبرو پېل شو. ښاغلي قیومي د رپوټ ورکونې د میکانیزم او د قانوني او مقرراتي اصولو د مراعتولو د توضیح او تشریح په برخه کې روزنیز پروګرامونه ګټور وبلل او ټینګار یې وکړ چې د مقرراتي او قانوني معیارونو په اړه پوهاوی د رپوټ ورکوونکو ادارو په ځانګړي ډول صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو سره مرسته کوي ترڅو خپل تجارت د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل څخه د رامنځته کېدونکو خطرونو څخه وژغوري.

وروسته د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز د ساحوي عملیاتو معاون ښاغلي خواجه احمد ادریس په یو لړ موضوعاتو لکه د شکمنو او لویو معاملو د رپوټ ورکونې په برخه کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو مکلفیتونه، د بندېزونو د لستونو د تطبیق د څرنګوالي او اهمیت په اړه د پروګرام ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د روزنیز پروګرام په اجنډا کې نور موارد چې عبارت وو د پېسو وینځلو او له جرمونو څخه د رامنځته شوو عوایدو د مخنیوي قانون اړوند فصلونو اومادو توضیح او تشریح، د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون، د پولي خدمتونو او صرافانو د فعالیتونو د تنظیم مقررې اړوند مسالې، د شکمنو حالاتو، د رپوټ ورکونې کیفیت، د صرافۍ او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو په سکتور کې د پېسو وینځلو شاخصونه، د شکمنو او لوی معاملو د رپوټ ورکونې او ترتیب مراحل، د رپوټونو لاسته راوړل او د شکمنې معاملې شننه او لېږدل د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته تشریح شو.

یاد روزنیز پروګرام د عملي کار په ځانګړي ډول د شکمنو او لوی معاملو د رپوټ په ترتیب او ليږدولو او د یاد



کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019