د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسون درېمه غونډه ترسره کړه

د افغانستان د ارزونې لپاره د چمتو شوي پلان او د مالي اقداماتو ادارې دد پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسون درېمه غونډه د ۱۳۹۸ لمریز کال د دلوې په ۲۹مه نېټه د ښاغلي واحد الله نوشېر تر ریاست لاندې د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې ترسره کړه.

غونډه چې د قران عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پېل شوه، ښاغلي واحد الله نوشېر د افغانستان بانک سرپرست او د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د همغږۍ عالي کمیسون رئیس د غړو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ یادونه وکړه چې د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي چارو د تنظیم په برخه کې د همغږۍ د عالي کمېسون غونډې خورا مهمې او د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي لپاره د لارښوونو او تطبیقي برنامو په برخه کې اړین مؤثریت رامنځته کوي. نوموړي زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان یو ځل بیا د مالي اقداماتو کاري ډلې (FATF) له لوري د ارزونې لاندې نیول کېږي نو له همدې کبله د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل سره د مبارزې په برخه کې د وزارتونو، نهادونو او په یاده مبارزه کې د شاملو ادارو ترمنځ همکاري او همغږي اړین شرط ګڼل کېږي. ښاغلي نوشېر لازیاته کړه چې هیڅ اداره په ځانته ډول مؤثر ګامونه نشي پورته کولای مګر د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل سره د مبارزې په نظام کې د شاملو ادارو ترمنځ یو بل سره نږدې همکاري او همغږي کولای شي چې د هیواد مالي او اقتصادي سکتورونه او هیوادوال د پېسو وینځلو جرمونو، ترهګرۍ د تمویل او نورو اقتصادي جرمونو څخه وژغوري.

وروسته ښاغلي محمد سلیم صلاح د همغږۍ د عالي کمیسون د کاري کمېټې رئیس او د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عمومي آمر د کاري کمېټې د ایجاد او یادې کمېټې د لومړنۍ غونډې مختصر رپوټ د همغږۍ عالي کمیسون ته وړاندې کړ او وروسته د اجنډا سره سم یې په ملي کچه د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ارزونې سند ته چې د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز له لوري د بیا کتنې لاندې نیول شوی وو، راوګرځېد. نوموړي زیاته کړه چې د ملي اروزنې سند او د یاد سند د کاري پلان چې د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز له لوري د بیا کتنې لاندې نیول شوی وو: اړین جوړښتی او محتوایی اصلاحات پکې رامنځته شوي. ورپسې ښاغلي صلاح د یادې ارزونې د په کاري پلان رڼا واچوله او د غونډې د اجنډا سره سم یې د همغږۍ د عالي کمیسون د طرزالعمل تعدیل شوې نسخه او د کاري کمېټې د طرزالعمل مسوده چې د همغږۍ د عالي کمیسون د دارالانشاء له لوري ترتیب شوې وې، غونډې ته وړاندې کړې.

په پای کې د هراړخیزو بحثونو وروسته په ملي کچه د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ارزونې سند او د یاد سند د کاري پلان د همغږۍ د عالي کمیسون له لوري منظور او پرېکړه یې وکړه چې په کاري پلان کې مؤظفه هره اداره دې د اړوند کاري پلان د تطبیق لپاره بېل تطبیقي پلان ترتیب او د همغږۍ د عالي کمیسون او یاد کمیسون د دارالانشاء د نظرونو د لاسته راوړنو په موخه دې د یاد کمیسون د دارالانشاء ریاست سره شریک کړي. همدارنګه د همغږۍ د عالي کمیسون له لوري د یاد کمیسون د طرزالعمل تعدیل او د کاري کمېټې طرزالعمل تصویب شو.

د پېس وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې کمیسون د پېسو وینځلو او له جرمونو څخه د رامنځته شوو عوایدو د قانون د ۳۳مې مادې پر بنسټ د افغانستان بانک د رئیس تر ریاست لاندې رامنځته او د مختلفو وزارتونو د معینیتونو ترڅنګ چې عبارت دي له مالیې وزارت، عدلیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د سترې محمکې، د لوی څارنوالۍ، د امینت شورا او د ملي امینت ریاستونه یې غړیتوب لري. په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د پېسو وینځلو او له جرمونو څخه د رامنځته شوو عوایدو د مخنیوي قانون له انفاذ وروسته یاد کمیسون درې ځله غونډه ترسره کړې او د همغږۍ د عالي کمیسون د دارالانشاء ریاست د پلان سره سم ټاکل شوې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال په دوران کې یاد کمیسون د جدول سره سم درې نورې غونډې په ربعوار ډول او د ضرورت په وخت کې د به پلان پرته ځانګړې غوندې هم ترسره کړي.















کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019