د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د څلورمې غونډې جوړېدل

د کب ۱۱مه۱۳۹۹ - د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون څلورمه غونډه د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د رئیس ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د کمېسیون د اته غړو په ګډون د افغانستان بانک په مقر کی جوړه شوه.

غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي اجمل احمدي چي د دي کمېسیون مشري پر غاړه لري د دې کمېسیون د غړو له راتګ او ګډون څخه مننه او قدر داني وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت د نړیوالو مالي اقداماتو د ډلې (FATF) د سپارښتونو پلي کولو ته ژمن دی او د دې کمېسیون غونډې له امنیتي او اقتصادي پلوه خورا ارزښتناکې دي.

همدا رنګه ښاغلي احمدي یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې د نړیوالو مالي اقداماتو د ډلې (FATF)لخوا به افغانستان یو ځلې بیا د ارزونی لاندی ونیول شي چې په دې برخه کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون په ګډون د ادارو ترمنځ په لا زیاتو همکاریو او همغږیو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هېڅ اداره په یوازې توګه نشي کولای چې په اغیزناکه توګه ګام پورته کړي، خو دا چې نوموړې ادارې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې له نظام سره یو ځای په دې موخه له یو بل سره هر اړخیزه همکاري وکړي تر څو اقتصادي، مالي سکتورنه او هېوادوال د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل له جرمونو او داسې نورو اقتصادي جرمونو څخه خوندي او له خطر څخه لرې وساتل شي.

ورپسې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د دارالانشأ مسئولیونو د مخکینیو غونډو او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د پروسې د همغږي کوونکي لخوا د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د کاري پلان د پرمختګ په تړاو لنډ راپور وړاندې کړ، چې ورپسې د غونډې له اجنډا سره سم، د همغږۍ د عالي کمېسیون غړو په خپلو اړوندو ادارو کې د پیسو وینځلو د خطرونو د ملي ارزونې د عمل د پلان د پرمختګ په تړاو راپورونه وړاندې کړل.

همدا رنګه د همغږۍ د عالي کمېسیون غړي په خپلو اړوندو ادارو کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د کاري پلان د تطبیق د چارو د تعقیبولو مسئولیت هم په غاړه لري چې د دې غونډې په اوږدو کې پرېکړه وشوه څو د همغږۍ د عالي کمېسیون په راتلونکو غونډو کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د کاري پلان له پرمختګ څخه کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.

همدا شان په غونډه کی تصمیم ونیول شو چې مربوطه ادارې باید د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د کاري پلان د ښه تطبیق په موخه په خپلو ادارو کې داخلي کمېټې جوړې کړي او د همغږۍ د عالي کمېسیون د غړو څخه غوښتنه وشوه چې خپل نماینده ګان د همغږۍ او راپور ورکونې په منظور د همغږۍ د عالي کمېسیون دارالانشاء ته وروپېژني.

د غوندې په پای کې، د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون دارالانشأ د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطرونو د ملي ارزونې د خپریدو وړ نسخې مسوده د منظورۍ په موخه کمېسیون ته وړاندې کړه چې د همغږۍ عالي کمېسیون په پرنسیپ کې منظوره او لارښوونه یې وکړه چې اړونده نسخه د کمېسیون محترمو غړو د نظرونو د تر لاسه کولو څخه وروسته د درې ورځو په موده کې د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د ویبپاڼې له لارې خپره شي.

د یادونې وړ ده چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د عالي کمېسیون د کړنلارې نهايي مسوده او د نوموړي کمېسیون د کاري کمېټې د نهايي کړنلارې مسوده هم د کمېسیون لخوا په پرنسیپ کې منظورې شوې.








کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019