د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د کاري کمیټې او همغږۍ د عالي کمیسون لمړنۍ ناستې ترسره شوې

د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز د پیسو وینځلو او ترهګرۍ دد افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د کاري کمیټې او همغږۍ د عالي کمیسون سره د غونډو د اجنډا د توضیح په موخه د یاد کمیسون د غړو سره لمړنۍ ناستې ترسره کړې.

د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز معاون ښاغلي سلیمان دیدار شفیعي د یاد مرکز په نمایندګۍ د همغږۍ د عالي کمیسون د غړو سره ناسته ترسره کړه. د کمیسون د غړو سره په بیلابیلو کتنو کې د اجنډا په موضوعاتو رڼا واچول شوه او په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د ټینګار ترڅنګ یې د بحث وړ موضوعاتو په اړه د کمیسون د غړو د ملاتړ غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده چې په ملي کچه د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل ارزونه د همغږۍ د عالي کمیسون د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه ده چې د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز د بیا کتنې وروسته د همغږۍ عالي کمیسون د غونډې په اجنډا کې ځای پر ځای شوی. همدارنګه د یادې ارزونې د کاري پلان د تطبیق په برخه کې د همغږۍ عالي کمیسون د غړو تائید چې هر یو یې د اړوندو وزارتونو باصلاحیته نماینده ګان دي، مهم رول لري او د پلان د تطبیق په برخه کې د تاثیر وړ اسانتیاوې رامنځته کوي.

د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسون د پېسو وینځلو او له جرمونو څخه د رامنځته شوو عوایدو د قانون ۳۳مې مادې پر بنسټ د افغانستان بانک د رئیس تر ریاست لاندې رامنځته او د مختلفو وزارتونو د معینیتونو ترځنګ چې عبارت دي له مالیې وزارت، عدلیې وزات، د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د سترې محمکې د دارالانشاء رئیس، د لوی څارنوالۍ مرستیال، د ملي امنیت شورا مرستیال، او د ملي امنیت عمومي ریاست یې غړیتوب لري. د یاد کمیسون د کاري کمېټې ریاست د د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز په غاړه لري. دا کمیسون چې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د رامنځته شوو عوایدو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیدا کولو په موخه رامنځته شوی، تراوسه یې دوه ځلې غونډې ترسره کړي، همدارنګه کاري کمېټه یې د لومړي ځل لپاره رامنځته او خپله لومړنۍ ناسته ترسره کوي.









کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019