دری پښتو English
لټون


Annual Report 2016
FATF Reccomandations
FATF Reccomandations

په پاریس کې د مالي اقداماتو ادارې (FATF) د غړو په ناسته کې ګډون او د تایوان سره د تفاهمنامې لاسلیک

اد افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي خلیل صدیق او د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز مسؤل ښاغلي نثار احمد یوسفزي د مالي اقداماتو ادارې (FATF) په ناسته کې چې د فرانسه په پلازمینه پاریس کې د 2016 کال د اکتوبر د 16 نیټې څخه تر 21 نیټې پورې په لاره اچول شوې وه ګډون وکړ. افغانستان د مالي اقداماتو ادارې د نړیوالو همکاریو د بررسۍ ډلې ته خپل راپور وړاندې کړ او ټینګار یې وکړ چې د مالي اقداماتو ادارې د غړو په وروستۍ ناسته کې چې د جنوبي کوریا د بوسن په ښار کې ترسره شوې وه؛ د نړیوالو همکاریو د بررسۍ ډله دې پایلې ته رسیدلې وه چې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز په عملیاتي پلان کې یواځنۍ مسئله چې لاتر اوسه پاتې بې له ځنډه د شتمنیو د کنګلولو حکم دی چې افغانستان لدې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 1267 او 1988 بندیزونو لستونو د تطبیق لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي. د افغانستان پلاوي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزو موجوده او په راتلکونکې کې د احتمالي تغیر شوي لستونو په خپل وخت د تطبیق په موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوې څارنوالۍ د 2016 کال د جون په 20 مه نیټه د شتمنیو د انجماد داسې قرار چې په اتومات اوهمیشني ډول د تطبیق او تعمیل وړ وي صادر کړ.

د افغانستان پلاوي د مالي اقداماتو ادارې له غړو څخه غوښتنه وکړه ترڅو افغانستان د نړیوالو همکاریو د بررسۍ ډلې د څارنې د پروسې څخه بیرون او له افغانستان څخه د قانون د تطبیق د ارزونې په موخه لیدنه وکړي. د مالي اقداماتو ادارې د افغانستان د راپور ستاینه وکړه او افغانستان ته یې پدې اړه د پرمختګونو او د کاري پلان د تطبیق په موخه د حکومت د سیاسې ارادې مبارکي ورکړه.

د افغانستان په اړه د مالي اقداماتو ادارې (FATF) څرګندونې: 2016 کال د اکتوبر 21 مه

د 2012 کال په جون کې افغانستان په لوړه کچه ژمنه وکړه ترڅو د پیسو مینځلو او تروریزم د تمویل په ضد د ستراتیژیکي نیمګړتیاو د حل په موخه د مالي اقداماتو ادارې (FATF ) او آرام بحر د هیوادونو ډلې (APG ) سره یوځای کار وکړي. افغانستان د پیسو مینځلو او د تروریزم د تمویل د رژیمونو د لا ښه والي په موخه د پام وړ ګامونه پورته کړي چي له جملې څخه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په 1267 لست کې د بدلونونو په اړه د انجماد دا ډول قرار چې په اتوماتیک ډول د تطبیق او تعمیل وړ وي صادرول دي. سره لدې، افغانستان باید د ترهګرو د شتمنیو د پیژندلو، معلومولو او د کنګلولو په تړاو د خپل قانوني چوکاټ د تطبیق په اړه نور مالومات هم وړاندې کړي. د مالي اقداماتو اداره (FATF ) افغانستان هڅوي ترڅو د پیسو مینځلو او د تروریزم د تمویل سره د مبارزې په برخه کې نیمګړتیاو د حل په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د مالي اقداماتو ادارې د غړو په ناسته کې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز و د تایوان د مالي استخباراتو ترمنځ د پیسو مینځلو په تړاو د استخباراتي مالوماتو د تبادلې، د جرمونو او تروریزم د تمویل پورې تړلي مالوماتو د شریکولو په موخه د دوه اړخیزه همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه. د امضاء شوې تفاهملیک پر بنسټ، دواړه خواوې د متقابل عمل په چوکاټ کې مکلف دي چې د پیسو مینځلو، جرمونو او د تروریزم د تمویل پورې تړلي مالومات راغونډ، تحلیل او په آزادانه ډول په خپله او یا هم د غوښتنې له مخې یول بل سره په زیاته پیمانه چې د لاسته راوړلو وړ وي شریک کړي.

FATF Plenary in Paris-France Memorandum with AMLD-Taiwan


back to top