دری پښتو English
لټون


Annual Report 2016
FATF Reccomandations
FATF Reccomandations

افغانستان او اوکراین د مالی استخباراتو واحدونو ترمنځ د مالي معلوماتو د تبادلی په برخه کې د همکارویو تفاهم لیک لاسلیک شوو

د افغانستان د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو د مخننیوي قانون د یودیرشمې (31) مادې په اساس، د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز (FinTRACA)، د اوکراین د مالي خدماتو د څارنې ادارې سره د پیسو مینځلو، ترهګرۍ د تمویل او نورو جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو د مخننیوي په تړاو د روان 2017 میلادی کال د نومبر د میاشتې په 11 نیټه د مالي معلوماتو د شریکولو تړون لاسلیک کړ.

دغه ټړون د پیسو مینځلو او ترهګرۍ سره د مبارزې د همکاري د یو اغیزناک میکانیزم په توګه، د دواړو ادارو ترمنځ د مالي معلوماتو د چټک او په اغیزناک ډول د شریکولو په موخه لاسلیک شوي دی.

یاد تړون به د دواړو هیوادونو مالي استخباراتي واحدونه اړ کړي ترڅو د معلوماتو په راغونډولو، شننې او د معلوماتو په تبادله کې یو له بل سره له خپله آنده او یا هم د غوښتنې په اساس د پیسو مینځلو، ترهګرۍ د تمویل او نورو جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د څیړونو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز تر دې دمه یې د شپارلس بهرنیو هیوادونو د مالي استخباراتو واحدونو سره د دوه اړخیزه همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.

back to top