افغانستان او او قزاقستان د مالی استخباراتو واحدونو ترمنځ د مالي معلوماتو د تبادلی په برخه کې د همکارویو تفاهملیک لاسلیک شوو

د افغانستان او قزاقسستان هیوادونو د مالي استخباراتو واحدونو ترمنځ د مالي معلوماتو د تبادلې په موخه د همکاریو دوه اړخیز تړون لاسلیک شوو. دا تفاهملیک د اورسیا ګروپ اته ویشتمي غوڼدې (Eurasian Group) چې د چين هیواد د نایجنګ په ښار کې د روان زیږدیز کال د مې د میاشتې په ۲۲ نیتې څخه تر ۲۵ نیتې پورې دوام درلود، لاسلیک شوو.

ددې تفاهملیک پر بنسټ، دواړه اړخونه کولای شي د تروریزم تمویل او نورو اصلي جرمونو سره د مبارزې په پار، مالي معلومات تبادله او ګټه واخلي . د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز تر دې دمه د ۱۸ بهرنیو هیوادونو د مالي استخباراتو واحدونو سره د دوه اړخیزه همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.

د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړي: http://fintraca.gov.af/PS/InternationalMOUs.html




کلنۍ راپور 2017
کلنۍ راپور 2016