د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو د قدر وړ وزارت سره د مالوماتو د تبادلې تفاهم لیک بیاځلی لاسلیک شوو

د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د راپیداشوو عوایدو د مخنیوی قانون د احکامو د ښه تطبیق، د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په موخه او همداراز د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، ټولې اړوندې ادارې مکلفې دي چې په دې برخه کې په ګډه همکاري وکړي، نو په دي اساس، د افغانستان بانک او د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ترمنځ د مالوماتو د تبادلې تفاهم لېک په 30/3/1446 نیټې بیا ځلی لاسلیک شوو. د دغه تفاهم لیک په لاسلیکولو او د هغې د احکامو په تطبیق سره به له مالي جرمونو سره مبارزه په اغیزمنه توګه ترسره او له مالي سیستم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي، چې په دې توګه به د هېواد په مالي او بانکي سیستم باندې د خلکو او نړیوالې ټولنې باور لا زیات شي.