خبرتیاوي


له هېواد څخه بهر ته سفر کول

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د ۴۰۸۸ شمېره حکم له مخې، هيڅوک نسي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لاري تر پنځو زرو (۵۰۰۰) زیات او د ځمګي (سرحدونو او پولو) له لاري تر پنځو سوو (۵۰۰) زیات ډالر په نقدي ډول له ځانه سره وباسي. زینتي زیورات (سره زر او نور فیمتي فلزات او کریمه احجار) چي په عرف کي دود دي په مجاز مبلغ کي ندي محاسبه سوي او اندازه يې، د ماليې وزارت په واسطه په کړنلاره کي تنظيمېږي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۲۶۷ او ۱۹۸۸ د بندیزونو پلي کول

د تروریزم له تمویل څخه د مخنیوي قانون د (۲) او (۱۱) مادو د حکمونو، د تروریزم له تمویل څخه د مخنیوي د اجراآتو مقررې د (۶) شپږمې او (7) اومې مادې او د افغانستان د پخواني دولت د لوې څارنوالۍ د (۲۷۹۳) ګڼې د ۲۹/۴/۱۳۹۵ نیټې صادر شوي قرار له مخې دولتي او غیر دولتي ادارو، افرادو او اشخاصو ته د پوهاوي په موخه لاندې خبرتیا رسول کیږي: ...

....ادامه ورکړی