د ټولنیزو شبکو او ګرځنده اپلېکېشنونو له لارې د پانګې اچونې درغلی
سریزه:
دغه قضیه د ټولنیزو شبکو او اپلېکېشنونو څخه د ناوړه استفادې څرګندونه کوي، چې په افغانستان کې د یو درغل پانګې اچونې طریقه د پلي کولو لپاره کارول شوی دی. درغلګرانو یو انلاین شرکت جوړ کړ او خلک یې د برېښنايي پانګې اچونې لپاره راوبلل او په مقابل کې یې د غیرواقعي ګټې ژمنه وکړه، یوازې د دې لپاره چې خلک لنډې ویدیوګانې وګوري. دا قضیه د عامه پوهاوي نیمګړتیاوې، د ډیجیټلي پلاتفورمونو په څارنه کې خلاوې او د فرامرزی د سایبري درغلیو خطرونه څرګندوي.
بنسټ:
قضیه د شکمنو معاملاتو د راپورونو (STRs) څخه پیل شوه چې د راپور ورکونکي مرجع X لخوا وړاندې شوې وه. په راپورونو کې د وړو خو پرلهپسې پیسو د ورکړې غیرمعمولي بڼې روښانه شوې وې، چې د واضح تجارتي دلیل پرته ګڼو اشخاصو ته لېږدول کېدې. وروسته شنني موندنو څرګنده کړه چې دا لیږدونې له یوې ډلې سره تړاو لري چې د «تلگرام» له لارې یې د شرکت (A) په نوم د پانګې اچونې فرصتونه اعلانول.
دغو تنظیموونکو خپله پېژندګلوي نه وه ښکاره کړې، په افغانستان کې یې نه ثبت شوی پته لرله او نه فزیکي حضور، او شک کیده چې بهرني وګړي وي. د دوی فعالیتونه د ځايي استازو لخوا ملاتړ کېدل چې خلک، په ځانګړي ډول د مالي سواد له کمښت لرونکي کسان، په نښه کول.
د فعالیت طریقه:
- درغلګرانو د شرکت (A)تر نوم لاندې یو ټلګرامي ګروپ جوړ کړ او خلک یې د غړیتوب لپاره راوبلل.
- احتمالي پانګه اچوونکي هڅول کېدل چې خپلې پیسې په برېښنایي توګه د دغه قضیه د استازو تر کنټرول لاندې حسابونو ته ولېږي.
- د لا ډېرو ګډونوالو د جلب لپاره، دغه سکیم خلکو ته د «Z» په نوم اپلېکېشن کې د ۱۵ ثانیو اعلانیزې ویدیوګانې د لیدلو په بدل کې لږې مالي جایزې ورکولې، چې د مشروع عاید په توګه وړاندې کېدې.
- یادې ډلې یو ځانګړی ګرځنده اپلېکېشن هم جوړ کړ، چې د هر کاروونکي لپاره یې جلا حساب جوړاوه او د پانګه اچوونکو مدیریت او همغږي یې متمرکزوله.
- د دوی سوداګریز ماډل د نویو پانګه اچوونکو په پرلهپسې جلب باندې ولاړ و، څو د پخوانیو پانګه اچوونکو لپاره ګټه ورکړي، چې د پونزي سکیم (Ponzi Scheme) سره ورته دی.
- اندېښنې موجودې وې چې کله د پانګه اچوونکو شمېر یوې کچې ته ورسېږي، نو تنظیموونکي به ورک شي او د خلکو پیسې به له ځانه سره یوسي.
سور نښې / د پېژندلو شاخصونه:
- د پانګې اچونې فرصتونه چې یوازې د ټلګرام ګروپونو او ټولنیزو شبکو له لارې اعلانېږي او هیڅ ثبت شوی یا جواز لرونکی نهاد نه لري.
-
د لږې هڅې په بدل کې د غیرمعمولي یا تضمین شوې ګټې ژمنې (لکه د لنډو ویدیوګانو کتل).
-
د تنظیموونکو د هویت پټول او په افغانستان کې د فزیکي حضور، جواز یا ثبت نشتوالی.
-
د حسابونو د مدیریت لپاره د ګرځنده اپلېکېشنونو کارول پرته له شفافیت او قانوني څارنې.
- وړې خو پرله پسې برېښنايي ورکړې ګڼو اشخاصو ته، چې د عادي سوداګریزو فعالیتونو سره سمون نه خوري.
- د ځايي استازو ښکېلتیا چې د مالي سواد له کمښت لرونکي افراد په نښه کوي.
پایله:
په اوس وخت کې دغه قضیي د تنفیذي ارګانونو د فعالې څېړنې لاندې دی. که څه هم د مالي اغېزو بشپړ ارزونه تراوسه نه ده شوې، خو لومړنۍ موندنې ښیي چې سلګونه اشخاصو بېلابېل مقدارونه پانګونه کړې ده. که د قضیه اشخاصو ونړېږي، د پراخ مالي تاوان خطر ډېر لوړ دی.