د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عمومي آمر د کوچنیو مالي موسسو د اتحادیې رئیس سره لیدنه وکړه

کابل، د ۱۳۹۸ لمریز کال د جدي ۲۳مه

د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عمومي آمر ښاغلي محمد سلیم صلاح د رپوټ ورکوونکو ادارو د اړوند اتحادیو سره د ناستې په لړ کې د کوچنیو مالي موسسو د اتحادیې رئیس ښاغلي محمد اکبر سروري سره د د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز په دفتر کې لیدنه ترسره کړه. په پېل کې د کوچنیو مالي موسسو د اتحادیې رئیس ښاغلی سروري د اتحادیې د اداري او حقوقي چوکاټ د معرفت ترڅنګ د یادې اتحادیې په وروستیو لاسته راوړنو چې د اتحادیې د سیورې لاندې د کوچنیو مالي موسسو د کارونو همغږي کول، د اتحادیې د کارمندانو د ظرفیتونو لوړول، د یاد سکتور د رئیسانو غونډې همغږی کول، د کمیټې د غړو درې میاشتنۍ غونډې دایرول، ربع وار رپوټونه ترلاسه کول او د اتحادیې له لوري د یادو موسسو کلنۍ ارزیابي وه، رڼا واچوله او یادې فعالیتونه یې د اتحادیې بنسټیزې چارې وګڼلې.

همدارنګه ښاغلي سروري چې د یادې اتحادیې د اړیکو مدیره آغلې زهره سبا یې هم ملتیا کوله، کوچنیو مالي موسسو ته د ورپېښو ننګونو په اړه خبرې وکړې او د مشکلاتو د حل په موخه یې د یاد مرکز څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ورپسې د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عموي آمر ښاغلي محمد سلیم صلاح د یادې اتحادیې دفعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک په نظر کې لري ترڅو د کوچنیو مالي موسسو د کارونو د تنظیم لپاره یوه مستقله څانګه رامنځته کړي چې له ادرسه یې د یاد سکتور قانوني او مقرراتي جوړښت د کار لاندې دی او په نږدې وختونو کې به په فعالیت پېل وکړي.

ښاغلي محمد سلیم صلاح په اقتصادي برخه کې د کوچنیو مالي موسسو رول ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې دا سکتور هم باید د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل سره د مبارزې د معیارونو پر بنسټ اړوند مراجعو ته د اجراآتو او رپوټ ورکونې په برخه کې خپل قانوني، مقرراتي او اخلاقي مسؤلیتونه ترسره کړي.

په پای کې د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عمومي آمر د کوچنیو مالي موسسو د کارونو په تنظیم کې د یاد اتحادیې رول مهم وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز به د خپلو قانوني صلاحیتونو په نظرکې نیولو سره د یاد سکتور د ستونزو د حل په برخه کې هلې ځلې وکړي. .



کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019