د سرحدي پولو څخه د نغدو پیسو د انتقال کنټرول د هرات په هوایي ډګر کې پېل شو

افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د هرات ولایت د ګمرکو ریاست ،سرحدي پولیسو، ملي امنیت ریاست، اولیو امنیتي ګروپ د اسلام قلعه او تورغونډۍ د ګمرک څانګو او د هرات ولایت د هوایې ډګر کارکوونکو ته اوه ورځنی ټریننګ چې د 2016 کال د اپریل له 8 مې نیټې څخه تر 14 مې نیټې پورې یې دوام وموند؛ دایر کړ.

دا ټریننګ د اړوند ادارو مسؤلیتونو ته چې په سرحدي ګمرکونو کې د پیسو، اسعارو، بې نومه معاملې وړ سندونو، طلا او قیمتي احجارو د لیږد د کنټرول او راپور ورکونې په مقرره کې ورته اشاره شوې؛ رڼا واچوله او پدې برخه کې یې د پورته ادارو د کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړل.



کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019