د سرحدي پولو څخه د نغدو پیسو د انتقال کنټرول د کندهار په هوایي ډګر کې پېل شو

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د کندهار ولایت د ګمرکو ریاست ، سرحدي پولیسو، ملي امنیت ریاست، اولیو امنیتي گروپ د افغانستان بانک او د کندهار هوایې ډګر کارکوونکو ته اوه ورځنی ټریننګ چې د 2016 کال د مارچ له 30 مې نیټې څخه د اپریل تر 5 مې نیټې پورې یې دوام وموند؛ دایر کړ.

یاد ټریننګ د اړوند ادارو مسؤلیتونو ته چې په سرحدي ګمرکونو کې د پیسو، اسعارو، بې نومه معاملې وړ سندونو، طلا او قیمتي احجارو د لیږد د کنټرول او راپور ورکونې په مقرره کې ورته اشاره شوې؛ رڼا واچوله او پدې برخه کې یې د پورته ادارو د کارکوونکو ظرفیتونه لوړکړل.



کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019