د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسون کاري کمیټه د لومړي ځل لپاره رامنځته او غونډه یې ترسره کړه

د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د لاسته راغلو عوایدو د مخنیوي قانون د ۳۴مې مادې سره سم د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د عالي کمیسون کاري کمېټې چې په ترکیب کې یې د دوولس تنفیذي او نورو دولتي ادارو نماینده ګان شامل دي، خپله لومړنۍ غونډه د ۱۳۹۸ لمریز کال د دلوې په ۲۷مه نیټه د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز د عمومي آمر او کاري کمېټې د رئیس ښاغلي محمد سلیم صلاح تر ریاست لاندې د یاد مرکز په دفتر کې ترسره کړه.

یاده غونده چې د قران عظیم الشان په تلاوت سره پېل شوه، ښاغلي محمد سلیم صلاح د کاري کمېټې د رامنځته کېدو او د غونډو ترسره کولو اهمیت ته د اشارې ترڅنګ د یادې کمېټې د ایجاد او غونډو هدف، د پېسو وینځلو او له جرمونو څخه د رامنځته شوو عوایدو د مخنیوي قانون د حکمونو تعمیل، د دندو پېژندل، او د همغږۍ د عالي کمیسون د پرېکړو په ښه ډول عملي کول، یاد کړل او وروسته یې په اجنډا کې شامل موضوعات د غونډې غړو ته روښانه کړل.

وروسته د کاري کمېټې د طرزالعمل مسوده چې د همغږۍ د عالي کمیسون د ادارالانشاء له لوري ترتیب شوې وه، د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز معاون ښاغلي سلیمان دیدار شفیعي له لوري غونډې ته وړاندې شوه. د یاد طرزالعمل مسودې له کتنې وروسته د کاري کمېټې غړو خپل نظرونه او وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې یاده مسوده دې د منظورۍ په موخه د همغږۍ عالي کمیسون ته وړاندې شي.

ورپسې د اجنډا سره سم ښاغلي محمد سلیم صلاح د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل خطرونو د ارزونې او یادې ارزونې د کاري پلان په اړه دکمېټې غړو ته بشپړ مالومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې د ارزونې یاد سند چې تېر کال بشپړ شوی وو د جوړښتي او محتوایي نېمګړتیاو له پېژندو او د افغانستان د مالی معاملو او رپوټونو د شننې مرکز له لوري د بیا کتنې وروسته په نظر کې ده چې د ارزونې کتل شوې نسخه د همغږۍ عالي کمیسون غونډې ته د منظورۍ په موخه وړاندې شي. ښاغلي محمد سلیم صلاح همدارنګه په ګوته کړه چې د همغږۍ د عالي کمیسون له لوري د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د ارزونې ملي سند منظوري به د پیژندل شوو زیانمنو برخو کمولو او د یادو برخو د مدیریت په اړه به د ورستیو عملي ګامونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د پېسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسون د پېسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو د مخنیوي قانون له پلي کېدو وروسته تردې دمه دوه ځلې او کاري کمېټې یې د ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ نیټې تر جلسې مخکې غونډه نده ترسره کړې. یاده غونډه د همغږۍ د عالي کمیسون د کاري کمېټې لمړنۍ غونډه وه چې په ترکیب کې یې د سترې محکمې، د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د عدلیې وزارت، د اقتصاد وزارت، د لوی څارنوالۍ، د امنیت شورا دفتر، د ماليې وزارت اود ملي امنیت عمومي ریاست باصلاحیته غړي شامل دي. د همغږۍ د عالي کمیسون د دارالانشاء د پلان سره سم په ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره د اووه نورو غونډو وړاندوینه شوېده.









کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019