د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز او د ملي امنیت عمومي ریاست تر منځ د پېسو وینځلو، ترهګرۍ د تمویل او نورو اصلي جرمونو په اړه د معلوماتو د تبادلې هوکړه لیک لاسلیک شو

دپېسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د ۲۸ مې مادې د حکم پر بنسټ نن د شنبې ورځ چې د ۱۳۹۸ کا ل د حمل د ۲۴ مې نیټې سره سمون خوري د افغانستان بانک سرپرست او لمړي مرستیال ښاغلي واحد الله "نوشېر"، او د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي معاون ښاغلي احمد ضیاء "سراج" له لوري یاد هوکړه لیک د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عمومي آمر ښاغلي نثاراحمد "یوسفزي" په شتون کې لاسلیک شو.

دپېسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د ۲۸ مې مادې د حکم پر بنسټ نن د شنبې ورځ چې د ۱۳۹۸ کا ل د حمل د ۲۴ مې نیټې سره سمون خوري د افغانستان بانک سرپرست او لمړي مرستیال ښاغلي واحد الله "نوشېر"، او د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي معاون ښاغلي احمد ضیاء "سراج" له لوري یاد هوکړه لیک د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عمومي آمر ښاغلي نثاراحمد "یوسفزي" په شتون کې لاسلیک شو. ددې هوکړه لیک اصلي موخه د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د پېسو وینځلو د جرمونو تحقیق، پلټنه، کشف، تثبیتونه، د ترهګرۍ د تمویل او د اصلي جرمونو څخه ترلاسه شوو شکمنو شتمنیو پیژندل، په هیواد کې دننه د اقتصادي جرمونو د کشف او پلټنو ترسره کول او همدارنګه د بهرنیو مالي استخباراتي واحدونو سره د معلوماتو د تبادلې اسانتیاوې برابرول دي.

په پېل کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله "نوشېر" د ملي امنیت عمومي ریاست د معاون او ورسره د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد هوکړه لیک به د دواړو ادارو ترمنځ دوه اړخیزو همکاریو ته وده ورکړي او د پیسو وینځلو، ترهګرۍ د تمویل د مالي زیرمو او نورو اصلي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې اغیزمن ثابت شي. همدارنګه ددې هوکړه لیک پر بنسټ به د دواړو اړخونو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې په برخه کي اغيزمنه همغږي رامنځته شي.

وروسته د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال ښاغلي احمد ضیاء "سراج" د ملي امنیت محترم ریاست د مختلفو ریاستونو سره د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز له همکاریو مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د ترهګرۍ د تمویل د زېرمو، د پیسو وینځلو او نورو اصلي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د معلوماتو تبادله مهمه او د ملي امنیت عمومي ریاست اړین تدابیر نیولي ترڅو ددې شومې پدېدې په وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان بانک سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

په اخر کې د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز عمومي آمر ښاغلي نثاراحمد "یوسفزي" یادونه وکړه چې د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو دشننې مرکز (د مالي استخباراتو واحد) پخوا هم د قانون او مخکیني هوکړه لیک په رڼا کې د ملي امنیت عمومي ریاست اړوند ادارو سره د پېسو وینځلو، ترهګرۍ د تمویل او نورو اصلي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د معلوماتو د تبادلې له پلوه اړینې مرستې ترسره کړي چې له آمله یې د تېر کا ل په نسبت د معلوماتو د تبادلې کچه ۳۰ سلنه زیاته شوې. خو دپېسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د تعدیلاتو په پام کې نیولو سره دا تفاهمنامه یو ځل بیا په عمومې کچه ترتیب او د ټاکل






کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019