د افغانستان د مالي معاملو او رپوټونو د شننې مرکز او د ملي امنیت عمومي ریاست تر منځ ددد افغانستان بانک د مالي معاملو او د راپورونو د شننې مرکز او د لوې څارنوالۍ ترمنځ د اطلاعاتو د شریکولو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل د 1398 کال د لړم نهمه:

د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز (FinTRACA) او لوې څارنوالۍ ترمنځ د پیسو وینځلو، د تروریزم څخه د ملاتړ او نورو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د اطلاعاتو د شریکولو هر اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه غونډه چې د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاعلي واحد الله نوشیر او د لوې څارنوالۍ مرستیال ښاغلي خواجه عبدالحق احمدي په کې ګډون کړی وو چی یاد هوکړه لیک د دواړو لورو له خوا لاسلیک ش. په یاده غونډه کې برسیره د افغانستان بانک او لوې څارنوالۍ مشرتابه پلاوي، کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، د افغانستان د بانکونو د اتحادې، افغانستان د غیر بانکي سکتور، د رسنیو استازو او نورو لوړ پوړیو چارواکو په کې ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ترمینځ په یاد شوی برخو کی همکارۍ موجودې وی، خو د دی هوکړه لیک د لاسلیک کولو سره به دا اړیکې نورې هم پیاوړې او لازیاتی شی. د مراسمو په سر کې ښاغلي وحد الله نوشیر د راغلیو میلمنو د ښه راغلاست تر څنګ د دې هوکړه لیک د ارزښت په هکله داسی وویل:

"دا هوکړه لیک د پیسو وینځلو، تمویل د تروریزم او داسی نورو مالي جرایمو سره د مبارزې په برخه کې د خورا ارزښت وړ دی او دا هوکړه لیک به وکولای شی چی د دواړو ادارو ترمینځ به په یادو برخو کې د ظرفیت لوړولو په برخه کی هم ډیر ګټور تمام شي.

همدارنګه ښاغلي نوشیر زیاته کړه چی د تروریزم د تمویل مخنیوی د دولت د لومړیتوبونه څخه دي او دا هغه وخت ممکن دی چی په یادو برخو کی د اړینو ادارو تر مینځ ښی او پراخی اړیکې موجودې وي، چی یاد هوکړه لیک به وکولای شی چی د لوې څارنوالۍ سره په یاد شوو برخو کی دا اړیکی نورې هم پراخی او پیاوړی کړی.

همداراز د لوی څارنوالی مرستیال ښاغلی خواجه عبدالحق احمدی، هم ددی هوکړه لیک د ارزښت په اړه وویل چی دا یو ډیر ښه پرمختګ دی او د دی هوکړه لیک پر بنسټ به په ډیره ښه توګه معلومات د دواړو اداره تر مینځ شریک شی.

دا په داسی حال کې دی چی ددی وړاندی هم د دواړو ادارو تر مینځ هم ډیری ښی اړیکی موجودی وی او دا به د مالی جرایمو په مخنیوی، تحقیق او نورو مالی جرایمو سره په مبارزه کی یو مثبت ګام وی.

وروسته بیا د افغانستان بانک د مالي معاملو او د راپورونو د شننی مرکز لوی آمر ښاغلی نثار احمد یوسفزی میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه چی په دی مراسمو کی یی ګډون کړی.

ښاغلی یوسفزی د پخوانیو همکاریو څخه چی د لوی څارنوالی سره موجوده وه، یاده ونه وکړه او زیاته یی کړه چی د دواړو اداره تر مینځ ښه اړیکی د دی سبب شوی چی په هیواد کی د یاد شویو جرایمو په مخنیوی کی ښی پایلی ولرو، او همدارنګه یاد هوکړه لیک به وکولای شی چی د دواړه ادارو تر مینځ تخینکی همکاری لا پیاوړی کړی.

همداراز د افغانستان بانک د مالی معاملو او د راپورونو د شننی مرکز او لوی څارنوالی ترمنیځ د پخوا څخه ښی اړیکی موجودی وی او د دواړو ادارو هوډ دادی چی د معلوماتو په شریکولو سره به وکولای شی چی د مالی جرایمو په تحقیق کی ښی لاسته راوړنی ولری چی اوس دواړه اداری کولای شی په ډیره ښه او آسانه توګه یاد شوی معلومات د یو بل سره شریک او تبادله کړی.

همدارنګه د یاد شوی هوکړه لیک په مرسته به وکولای شو چی د مالی جرایمو په پیژندګلوی، تحقیق او څارنی کی ډیری ښی لاسته راوړنی ولرو او همداراز د افغانستان بانک د مالی معاملاتو او راپورونو د شننی مرکز د هوکړی پر بنسټ به دا مرکز لوی څارنوالی ته د تخنیکی مرستو تر څنګ په یادو برخو کی د پوهاوۍ څانګړی پروګرامونه هم جوړ کړی تر څو د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل په مخنیوی کی ښی لاسته راوړنی ولرو.




کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019