د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز یوه ملي مالي استخباراتي اداره ده چي د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا سوو عوایدو د مخنیوي اصولو او مقرراتو او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ رامنځته سوې ده.
د دې مرکز د جوړېدو موخه د تنفیذي او څارونکو ادارو او نړیوالو همکارانو په مرسته د پیسو وینځلو، نورو مالي جرمونو او د شر او فساد د ډلو د مالي تمویل او اکمال څخه د افغانستان د مالي سیستم خوندي ساتنه ده. همدارنګه دا مرکز هڅه کوي تر څو مالي معلومات راټول، تحلیل، خپاره او د اصولي پلټني په موخه د تنفیذي ادارو او نورو اړونده عدلي اوقضايي ادارو سره شریک کړي.