دا وېبپاڼه د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز (د مالي استخباراتو واحد) یوازینۍ رسمي مرجع ده، چې یوازې مخاطبینو ته د معلوماتو رسولو په موخه جوړه شوې او سوداګریزه بڼه نه لري.
د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز کولای شي هر وخت او له مخکینۍ خبرتیا پرته، دا وېبپاڼه نوي (اپډېټ) کړي، او یا پکې د درج شویو معلوماتو د بدلون یا لیرې کولو (حذف) چارې ترسره کړي. نو له همدې امله، د اړوندو سندونو او معلوماتو د اعتبار او کره والي د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، سپارښتنه کېږي چې رسمي جریدو ته مراجعه وکړئ او یا مستقیماً له اړوندو ثالثو اشخاصو سره اړیکه ونیسئ.
په دې وېبپاڼه کې وړاندې شوي قوانین، مقررات، سندونه، لارښودونه او لینکونه د عمومي معلوماتو په توګه، یوازې اړوندو سرچینو ته د لاسرسي (ماخذ) لپاره دي. د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز د ثالثو اشخاصو د سرچینو د معلوماتو د دقت او بشپړتیا په برخه کې هیڅ ډول مستقیم، غیر مستقیم او یا د پایلو له امله رامنځته شوی مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
د اړوندو پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې پتې ته ایمیل واستوئ (info@fintraca.gov.af)