برېښنایي پولې مؤسسې هغه مالي غیر بانکي مؤسسې دي چي فزیکي پیسې او د ورکړي نور ډولونه د برېښنایي پیسو په مقابل کي قبلوي او د ورکړل شوو پیسو د برېښنایي لیږد په برخه کي نور سهولتونه هم وړاندي کوي. برېښنایي پیسې په ځانګړي برېښنایې شبکه کي هغه زیرمه شوي پولې ارزښت دی چي په غیر فزیکي ډول د پیسو د ورکړي او لیږد په موخه، اما محدود مبلغ یې د ګرځنده تیلیفون په ذریعه کارول کیږي. د نوموړو مؤسسو د څارني موخه په هیواد کي د پیسو وینځلو د مخنیوي او اړونده اصلي جرمونو په وړاندي مبارزه ده، تر څو نوموړي مؤسسې د ناوړه ګټي اخستني څخه وساتل شي.
د پیسو د وینځلو او له جرمونو څخه د را پیداشوو عوایدو د مخنیوي قانون د 17 ام مادي او د برېښنایې پولې مؤسسو د تنظیم او څارنې مقرري د 38 ام مادي د حکم پر بنسټ، د هیواد په کچه ټولي ذکر شوي مؤسسې، مکلفیت لری تر څو خپلي د لوړ مبلغ معاملې په ټاکل شوي وخت کي د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز ته رپوټ کړي. سربیره پر دي، ذکر شوي مؤسسې د پیسو د وینځلو او له جرمونو څخه د را پیداشوو عوایدو د مخنیوي قانون د 18 ام مادي د حکم پر بنسټ، مکلفي دي تر څو حد اکثر تر دریو کاري ورځو د خپلو شکمنو معاملو رپوټ یاد مرکز ته وسپاري. د یادونې وړ ده چې د برېښنایې پولې مؤسسو د تنظیم او څارنې مقرري پر بنسټ، د رپوټ ورکولو حد دوه سوه زره (50,000) افغانۍ یا په نورو اسعارو کي معادل دي، چې په یوه معامله او یا د جمعي معاملو (Cumulative transactions) په دوه کاري ورځو کې شامل دي.
د افغانستان بانک تر اوسه شپږو برېښنایي پولې مؤسسو ته جواز صادر کړي دي:
شمېره | عنوان | انټرنیټی صفحه |
---|---|---|
1 | د M-Paisa برېښنایي پولې مؤسسه - روشن | www.roshan.af |
2 | د M-Hawala برېښنایي پولې مؤسسه - اتصالات | www.mhawala.af |
3 | د My-Money برېښنایي پولې مؤسسه – افغان بیسیم | www.mymoney.af |
4 | د MTNA-Momo برېښنایي پولې مؤسسه – ام تی ان | www.momo.mtn.com/business |
5 | د Hesab Pay برېښنایي پولې مؤسسه - ځنځیر | www.hesab.com |
6 | د Aurum AFG برېښنایي پولې مؤسسه – اورم | www.aurumaf.com |