عمومي کتنه

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د مالي استخباراتو د واحد په حیث د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د حکمونو له مخې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر له لوري توشیح شوی وو؛ په 2006 کال کې تاسیس شو. د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي د تعدیل شوي قانون پر بنسټ د مالي استخباراتو واحد د صلاحیتونو، دندو او فعالیتونو د سرته رسولو په موخه په عملیاتي برخه کې یوه مستقله او د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل اړونده راپورونو د لاسته راوړلو، شننې او د راپورونو د انتشار په برخه کې د پوره صلاحیت څخه برخمنه اداره ده.

د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي د تعدیل شوي قانون اصلي موخه د افغان مالي ادارو د تمامیت خوندیتوب او د نړیوالو کنوانسینونو او ژمنو سره ځان برابرول دي. د افغانستان د مالي استخباراتو واحد په عملیاتي برخه کې خپلواکه اداره ده چې د افغانستان بانک ( مرکزي بانک) په چوکاټ کې خپل کارونه پرمخ وړي.

د افغانستان د مالي استخباراتو د واحد موخه (مرام) د افغان مالي ادارو د استعمال څخه د هغه اشخاصو په وړاندې خوندیتوب دی چې په نامشروع ډول پیسې ترلاسه کوي او یا د ترهګرۍ د تمویل او نورو جرمونو د ملاتړ لپاره یې استعمالوي. د افغانستان د مالي استخباراتو واحد د مالي چارو د نظارت، قانون پلي کوونکو ادارو او څارنوالۍ سره یو ځای د داسې چوکاټ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي چې وکړای شي د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل فعالیتونه په ګوته او په وړاندې یې مبارزه وکړي.دا هدف ددې لپاره یو ملي ارزښت لري چې افغانستان د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو په ضد د مبارزې په برخه کې په نړیواله کچه خپل مکلفیتونه پوره کړي. د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو سره د مبارزې مکلفیتونه په کامیابۍ سره سرته رسول ددې لامل کیږي چې افغانستان د بهرنیو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره ښې اړیکې ولري.

د مالي استخباراتو د واحد په حیث د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز قانوني دندې د مالي استخباراتي معلوماتو ترلاسه کول د هغوې شننه او لدې وروسته یې لوی څارنوالۍ، قانون پلي کوونکو ادارو, نور اړوند دولتي او نړیوالو سیالو ادارو ته خپرول دي؛ ترڅو د ترهګرۍ د تمویل او د پیسو وینځلو سره د مبارزې په برخه کې مرسته ترسره شي. د افغانستان د مالي استخباراتو واحد د پیسو د وینځلو د مخنیوی قانون د حکمونو له مخې د معلوماتو د شننې لپاره د دولتي ادارو ډیټابیسونو ته مستقیماً لاسرسی پیدا کړي ترڅو د عامه خلکو، مالي ادارو، د نړیوالو سیالو ادارو او دولتي چارواکو د پوهاوي د لوړتیا په موخه هغوې ته د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل په اړه ستراتیژیک استخباراتي مالومات او احصایی ورکړي.

خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د بیلابیلو سرچینو څخه مالومات ترلاسه او د شننې لاندې یې نیسي. یادې سرچینې له هغه نهادونو عبارت دي چې په قانوني ډول مکلفیت لري ترڅو د شکمنو معاملو د ترلاسه کولو په صورت کې او په مقرره کې د ټاکل شوي مقدار سره سم د نغدي معاملو راپورونه د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ته وسپاري. کله چې د ترلاسه شوو مالوماتو شننه په غیر قانوني ډول د مالي سیسټم په استعمال دلالت وکړي نو د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د لوې څارنوالۍ یا د قانون پلي کوونکو ادارو سره له نږدې کار کوي ترڅو د هغه غیر قانوني فعالیت چې دوې یې په اړه پلټه کړی ملاتړ وکړي.



کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019