د پولي خدمتونو وړانې کوونکي

د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د تنظیم مقررې د 4.1 بخش د ث فقرې پر بنسټ پولي خدمتونه د پېسو د انتقال او د په نغدو پیسو د چک اړولو څخه عبارت دي، همدارنکه د ج فقرې له مخې د پولي خدمتونو وړاندې کوونکی له هغه شخص څخه عبارت دی چې د پولي خدمتونو په وړاندې کولو کې بوخت وي.

د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د 17 مادې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د تنظیم مقررې د 4.6 بخش له مخې د هیواد په کچه ټول د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي مکلف دي چې د راپور ورکونې کتابونو د شرایطو او جوړښت سره سم هغه نغد ستر راپورونه چې په مقرره کې یې حد ټاکل شوی د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ته واستوي.

همدارنګه د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د 18 مادې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د تنظیم مقررې د 5.6 بخش له مخې په هیواد کې دننه ټول د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي مکلف دي چې زیات نه زیات د درې کاري ورځو په موده کې د شکمنو معاملو راپورونه د چې د راپور ورکونې کتابونو د شرایطو او جوړښت سره سم د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د تنظیم مقررې د 7.2 بخش د ج فقرې له مخې د هیواد په کچه ټول د پولي خدمتونو وړاندې کوونکۍ مکلف دي ترڅو د پولي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د افغانستان بانک څخه جواز ترلاسه کړي.



کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019