د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز له خوا، د افغانستان په مالي او بانکدارۍ انستیتوت کې، د ۱۴۰۴ کال د لړم (عقرب) د میاشتې په ۱۴مه نېټه یو ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو. دغه پروګرام د «پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو د مبارزې د قوانینو او مقرراتو رعایت: د مالي جرمونو د مخنیوي د پیاوړتیا په موخه د شکمنو معاملو د راپورونو اغېزمن ثبت» تر عنوان لاندې جوړ شوی و.
په دغه روزنیز پروګرام کې د بانکونو او وړو مالي تمویلاتو مؤسسو ۹۰ تنه کارکوونکي ګډون وکړ، چې موخه یې د ظرفیت لوړول او د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو پر وړاندې د همکارۍ پیاوړتیا وه. ګډونوالو په دغه ښوونیز پروګرام کې په ډلهییزو بحثونو کې برخه واخیسته، چې عملي لیدلوري یې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه راپیدا شویو عوایدو د مخنیوي قانون، د نړیوالو معیارونو د تطبیق اړوندو مقرراتو، د پیسو وینځلو شاخصونو او د مالي مؤسسو قانوني مکلفیتونو په اړه وړاندې کړل.
یاد ښوونیز پروګرام د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز د دوامدارو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د ظرفیت پیاوړتیا او د افغانستان د مالي سکتور د نړیوالو معیارونو سره همغږي کول دي، ترڅو د مالي جرمونو پر ضد اغېزمنه مبارزه ترسره شي.